What is ♀→★♥ ♀→★♥Maryam Khoram♀→★♥ ♀→★♥ doing now?
Ma best friends aa----- Setara, Hassam, Karim, Tanya, Ashley en George...---- ba i guess i dun love them any more--- this says gud abt me I( luv me o hate me, personally i couldn't care much) lolz
يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم
سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم
د پانوس لمبې به سوځي بې فرياده وزرونه بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم
تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د مينې وژني بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم
د باطل نمرود به اور وي د حق چيغې شوروي څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم
لا چښي به په خلوت کې غلي غلي شرابونه ريا کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم
څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم لاندې هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم
بازاري مينې به پلوري اشارې دبورو سترګو ګناهکار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم
له شهبازه به را اوري "جهاني" ستا غزلونه ستا دمينې به داستان وي نه به ته يې نه به زه يم
هغه ستا د ابا مېنه تالا سوې چې تندي کې دې سجدې ورته ساتلې دګلونو پر غونډۍ اورونه اوري وږمه ځي تر ارغوانه پښه نيولې پر کورورنو د بلا ساه ده ختلې له باڼو تر ګرېوانه د اوښکو کوردی له زلمو شونډو موسکا ده کوچېدلې پر اوږو د اوښکو ووته له ښاره د خندا جنازه ولاړه غم لړلې
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس په ساندو کيسې وځي له کابله چې کوڅې يې وې ښايستې په پېغلو حورو سور سالو يې د لمبو رنګ دی اخيستی چې په ښکلي وه باغونه د انګورو پر انګړ يې د پاتا کمبلي ؟ اړي پر تېر شوی دی ناورين د زورورو ماشومان يې بلا ګانې په خوب ويني افسانې د برېتورور، ږيره ورو د هر پار کيسه د زوی په وينو سره ده هره مورده پر هارونه د ناسورو
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
کډې کوم وطن ته وړي دا کور خرابي اوس به څوک اوري آواز د پر ديسانو کوم ولات کې يې درمل ورته ليکلي څوک به اوري فريادونه د زخميانو څوک به غوږ نيسي ناروته دبې پلارو څوک به وژاړي سلګۍ د يتيمانو څوک به بېرته لو پټه د خور پر سرکړي څوک به نيسي ګرېوانونه د غازيانو د نښتر ونې جنډۍ شوې د قبرونو لا روانې دي جوپې د شهيدانو
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک له قلندره سره ژاړي اوس به څوک ليږي ميراته غزلونه څوک به اوښکي تويوي پر مينانو څوک به ژاړي په کيږديوکې نکلونه کوم حميد به خط وخال کاغذ ته يوسي يادوي به ديارانو سفرونه څوک به اوري کرامت د ددرويشانو څوک به ګوري پر رحمان باندې فالونه څوک به نيسي د ديدن د ګودر لارې له سالو سره به څوک ستاسيي اورونه
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک د هندوکُش سندرې بولي اوس به څوک ځي په اتڼ تر خيبرونو اوس به څوک د ارغسان پر څپو ګرځي څوک به ليکي قصيدې د کونړونو څوک به بولي له آمو تر ابا سينه غر او سمه د سرکښو اولسونو څوک به بولي له اټکه تر مالانه قلا ګانې د با با له ميراثونو اوس به څوک د جلا لا ګودرته يوسي د هلمند څخه شر نګی د امېلونو
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس به څوک را يادوي تېرې خبرې اوس به څوک را ويښوي زاړه نکلونه اوس به څنګه نکلچي غاړه تازه کړي اوس به څه وايي زامنو ته پلرونه اوس به څوک د پاني پت په توره وياړي اوس به څوک تسليموي اصفهانونه کوم شير شاه توره ايستلې ځي سسرام ته کوم اکبر به ورانوي د فرنګ خونه کوم اورنګ به خپل زخمونه وينې ژاړي کوم خوشحال به لړزوي په کټ کې زړونه
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
کومه پېغله به غرمه د ميوند سره کې د خپل يار له وينو څوک ايږدي خالونه اوس به کومه تور پېکۍ تر بولدک ورشي کومه چيغه به کړي سره ساړه رګونه کوم لاسونه به مرۍ د قاتل نيسي څوک به راشي د ايوب سره ملګري څوک به واچوي سندروته نومونه څوک به تاوکړي د با با پګړۍ له سره څوک به وران کړي د ازل کښلي خطونه
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
نن هغه ماشه د ورور پر لور کشيږي چې يې غړي تښتول د رستمانو نن هغه غشي د خور ټيکری پېيلی چې يې زړونه سوري کول د سر کښانو نن هغه اور د ابا پر مينه بل دی چې کرلې يې لمبې پر ګُرګينانو نن هغه توره د ورور په وينو سره ده چې څيرلې يې سينې د غليمانو نن هغه سالار د بل په پښو کې پروت دی ککرۍ چې يې وهلې د بتانو
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس له ګوتو د مطرب وينې را اوري ژبې سل ځايه زخمي د شهبازونو د سندرو سره غبرګې وايي ساندې د رنځورو زګېروي ځي له ربابونو اوس به چېرې د زلميو څوڼې غورځي ګنهکاره شوه سورنا ږغ د ډولونو شپې ته راغله انګولا د بلاګانو شمع کوچ شوه د محفل له ماښامونو د تيارو اجاره دار محتسب راغی خپروي زړې تيارې پر خوانوزړونو
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
پر ګودر در مېلمنې د بلا سترګې نه شر نګی شته د پاوليو نه پايلو پر نغمو پر زمزمو جپاو راغلی زاغ نيولي ځالګۍ دي د بلبلو نه محفل کې ګناهونه ياغي کېږي نه خيام شته د توبو د ماتولو سپين لاسونه د ساقي به چېرې وېشي پريارانو شنې پيالې ډکي له مُلو اوس به څوک رنګونه تش کړي په قلم کې څوک به ليکي دېوانونه د غزلو
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
اوس نسيم راوړي خبر د تورو ورځو اوس له شپو سره راځي اغزن خوبونه آفتونو پکښې کړي ځالګۍ دي جنازو پکښې او ډلې دي کورونه وايې نشته کجاوې شا ليا ورو ورو پېغلې نه نيسي د اوښو پېزوانونه اوس يې نه راوړي رويبار د ديدن زېری له قاصده سره نسته سلامونه په کوذو کې يې زموږ پلونه بېګانه دي له ا غيار سره يې کړي پيوندونه
اوس به څه ليکې شاعره راته وايه راته وايه اوس به څه ليکې شاعره
slaaam........alikuim. how are you maryam jan i am fan you because you have written a beautifull poetry in your site i really like it, is are you in astralia?i want to make with you a closes relashenshipe with you. please can i add you in my friend list?and please send me idd, any idd if you have please please can we chat in hidden messages i dont like my realation with openly i proud to be an afghan and you and why you cant chat with pashtoo dear if you want add me please note it yousuf_usa@yahoo.com,reply me soon i am waiting dear........................good luck..ok da khdaiy paa maan